۰
افراسیاب خټک:

د افغانستان دښمنان د دغه هېواد د نظام چپه کولو په لټه کې دي

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۹
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، قسم خوړلی دښمن د سولې نه، افغان نظام د پرځولو لټه کې دی.
د افغانستان دښمنان د دغه هېواد د نظام چپه کولو په لټه کې دي
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، قسم خوړلی دښمن د سولې نه، افغان نظام د پرځولو لټه کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټک دغه څرګندونې پرون جمعه په یوه ټوېټ کې  کړې او ټینګار یې کړي، چې د افغانستان دښمنان دغه هېواد کې د نظام د چپه کولو په لټه کې دي.

نوموړي لیکلي«خارجی قواوې وځی ، زرګونه بندیان خلاص شوي، نو د جنګ ادامه ولې؟ اوربند ولې نه کیږي؟ د افغانانو خپل مينځي خبرې ولې نه پیلیږي؟»

د هغه په وینا په اصل کې دښمنان غواړي د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست اشغال شي او د نورو په ولکه کې اوسي.

دی وايي، د افغانستان  قسم خوړلي دښمنان د هېوواد دولتي نظام د راغورځولو په لټه کې دي، تر چې د امارت په نوم د افغانانو خارجي او دفاعي سیاست لکه د انګلیسانو اشغال کړي.

افراسیاب خټک چې د افغانستان د جګړې مخالف دی او دا د پاکستان او سیمې او نړۍ د استخباراتو لوبه بولي، ډیر کله دې ته ورته سپینې او توندې نیوکې کوي.

نوموړي له دې وړاندې هم افغان جګړه پردۍ، ناروا او افغان وژنه بللې او د پاکستان پر حکومت یې نیوکه کړې وه چې له افغانستان سره دوه مخیتوب کوي او که همداسې روان وي، پاکستان ته د لوی زیان او تباهۍ سبب کېدای شي.

ښاغلي خټک په وار وار ویلي، پاکستان ترهګرو ته خوندي مرکز ګرځېدلی، طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته خوندي ځایونه لري او تروریزم پر مخ وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي