۰

کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي دي

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي.
کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي دي
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د مقناطسي ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د چنګاښ ۷ مه د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه په یوه کرولا موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

دی زیاتوي، په دغه چاودنه کې یوه مېرمن او یو نارینه وژل شوي دي او نور چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د وژل شویو کسانو هویت هم تر اوسه معلوم نه دی او د چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي