نن په ټول هېواد کې د کرونا ۱۶۵ پېښې ثبت شوې، خو کابل کې نشته

7 سرطان 1399 ساعت 13:18

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ۱۶۵ مثبت پېښې ثبت شوې دي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ۱۶۵ مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت ویلي، دوی له تېرې ورځې راهیسې ۵۲۹ شکمنې پېښې څېړلې، چې ۱۶۵ یې مثبتې وې.

له یادو پېښو ۲۷ په هرات، ۱۹ کندهار، ۷ بلخ، ۳۴ پکتیا، ۷ ننګرهار،۲۱غزني،۱۰ خوست، ۷ لغمان،۴هلمند، ۱ سمنګان،۱۷ پکتیکا،۳ ارزګان او ۸ په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي، خو په کابل کې بیا یوه هم نه ده ثبت شوې.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۶۱۶ تنو ته ورسېده.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۰ تنه مړه شوي هم دي، چې د ټولو کرونايي مړو شمېر ورسره ۷۰۳ ته ورسېده، او ۳۶۸ روغ شوي، چې د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۱۰۶۷۴ تنو ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 128933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com