ارګ:

د امریکايي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو په روزنه هېڅ ډول اغېز ونه کړي

8 سرطان 1399 ساعت 12:49

افغان ولسشمرۍ ماڼۍ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشورو پر بهیر هېڅ ډول اغېز ونه لري.


افغان ولسشمرۍ ماڼۍ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشورو پر بهیر هېڅ ډول اغېز ونه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې  پرون امریکايي رسنیو راپور ورکړ، چې امریکا له افغانستان نه ۴ زره نور سرتېري هم باسي او شمېر به یې ۴۶۰۰ ته راټيټ کړي.

خو د ولسشمرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، همدا اوس هم عملیات د افغان ځواکونو په غاړه دي او بهرني ځواکونه یوازژې سلا مشورې ورکوي.

نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان او د امریکا متحده ایالات دوه اړخیزه اوږدمهاله اړیکې لري چې په وینا یې د سرتیرو په شمېر پورې نه دي تړلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوو امریکايي چارواکو سي این این خبري شبکې ته ویلي چې د دغه هېواد چارواکي له افغانستان څخه د څلور زرو امریکايي عسکر د وتلو په اړه وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128949

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128949/

جمهور
  https://www.jomhornews.com