اروزګان:

د طالبانو برید په شاه تمبول شوی خو یو لوړ پوړی پولیس افسر وژل شوی دی

8 سرطان 1399 ساعت 12:57

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د اروزګان ولایت کې د طالبانو په برید کې ۷ تنو پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو برید یې په شاه تمبول شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د اروزګان ولایت کې د طالبانو په برید کې ۷ تنو پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو برید یې په شاه تمبول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  طالبانو تېره شپه د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار پر امنیتي کمر بند د دې لپاره ډلیز برید کړي، چې ښار ته لار خلاصه کړي، خو د چارواکو په وینا نه دی بریالي شوي.

د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې تر سهار پورې دوام کړي، چې د چارواکو په خبره سهار مهال طالبانو ماته وخوړه او په شاه وتمبول شول.

د یادې جګړې د تلفاتو په اړه د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، د طالبانو په برید کې د شهرا د کنډک رئیس ارکان سمونمل ابراهیم جان وژل شوی او ۷ پوليس نور ټپیان شوي.

د عبادې په وینا په جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي او پر شاه تمبول شوي دي.
 
 د یادونې ده، چې له تېرو ۲ اونیو راهیسې پر ترینکوټ ښار د وسله والو طالبانو د بریدونو اوازې زیاتي شوي او د سیمي لس ګونو کورنیو هم د جګړو له وېري له خپلو سیمو څخه کډوال شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:اروزګان

 
 
 


د مطلب کود: 128950

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128950/

جمهور
  https://www.jomhornews.com