کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر:

افغانستان کې لا هم فساد د پرمختګ په لاره کې خنډ دی

8 سرطان 1399 ساعت 13:17

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، په افغانستان کې فساد لا هم د پرمختګ په لاره کې خنډ دی او افغانستان اړتیا لري چې په دې اړه زیات څه تر سره کړي.


کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، په افغانستان کې فساد لا هم د پرمختګ په لاره کې خنډ دی او افغانستان اړتیا لري چې په دې اړه زیات څه تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال شفافیت د راپور تر خپرېدو وروسته کړې دي.

نوموړي په یوه ټویټ کې زیاته کړې ده چې شفافیت د حکومتولۍ لپاره یو بنسټیز اصل دی ځکه شفافیت له فساد څخه مخنیوی کوي.

د هغه په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال د نړیوال شفافیت راپور هغه ټکي را په ګوته کوي چې کوم هیوادونو په دې برخه کې لږ څه تر سره کړي دي.

دی وايي، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په دې برخه کې زیات څه تر سره کولو ته اړتیا لري، ځکه له همدې امله فساد لا هم د هغه مانع په ډول شته دی چې د هېواد د ځواکمنتیا په لاره کې خنډ دی.

ویلسن پر افغان حکومت، خصوصي بنسټونو، رسنیو، غیر دولتي بنسټونو او مدني ټولنو غږ کړی دی تر څو په حکومت کې د فساد ځایونه وپېژني، مبارزه ور سره وکړي او د ښیرازۍ لپاره موقع را منځته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128954

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128954/

جمهور
  https://www.jomhornews.com