کرونا په افغانستان کې:

په تېرو ۲۴ ساتونو کې له ۲ زره زیات کسان ترې ښه شوي ۳۴ مړه شوي دي

8 سرطان 1399 ساعت 13:31

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ له ۲ زره زیات کسان ښه شوي، خو ۳۴ نور ترې مړه شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ له ۲ زره زیات کسان ښه شوي، خو ۳۴ نور ترې  مړه شوي دي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې عامې روغتیا وزارت چې نن یکشنبې د چنګاښ ۸ مه کوم معلومات خپاره کړي، په کې ویل شوي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ۷۰۱ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۳۵۱ ترې مثبتې وې.

وزارت زیاته کړې، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه تر ټولو ډېرې ۲۲۰ یوازې په کابل کې دي، په داسې حال کې، چې پرون په کابل کې یوه پېښه هم نه وه ثبت شوې.

د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰۹۶۷ تنو ته ورسېده، چې ۷۳۷ ترې مړه شوي.

د وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ څخه ۲۰۰۴ تنه ښه شوي، چې تر ټولو ډېر ۱۸۸۵ یې په کابل کې دي او په دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۲۵۸۸ تنو ته ورسېده.
 
د یادونې ده، چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې کرونا ۱۰ میلیون او ۹۷۷ زره تنه نیولي، چې ۵ میلیونه ترې ښه شوي او له ۵۰۱ زره څخه زیات ترې مړه شوي دي.

امریکا د کرونا له امله د مړو او ککړو کسانو په سر کې او برایزیل بیا په دوهم مقام کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128956

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128956/

جمهور
  https://www.jomhornews.com