له زندان د نشه يي توکو د کاروباریانو خوشي کول ځنډېدلي

8 سرطان 1399 ساعت 13:36

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، له زندانونو د نشه يي توکو د کاروباریانو د خوشي کولو پروسه ځنډېدلې ده.


د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، له زندانونو د نشه يي توکو د کاروباریانو د خوشي کولو پروسه ځنډېدلې ده.

د جمهورآژانس د خبر له مخې یادې ادارې زیاته کړې، له یوې میاشتې راهیسې له زندانونو د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د ازادولو بهیر د لنډې مودې لپاره درېدلی دی.

چارواکي د دغه بهیر د ځنډ لامل د لویو او نړیوالو قاچاق کوونکو له کوچنیو هغو بېلول په ګوته کوي.

د ولسمشر غني د فرمان له مخې چې د ثور میاشتې د اتمې په مناسبت او د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه یې صادر کړی و، د هغو زندانانیو په ګډون چې د قاچاق په جرم نیول شوي وو، باید ۱۲زره زندانیان ازاد شوي وای.

په ورته وخت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز خبر ورکړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دولتي کارکوونکو په ګډون له ۲۰۰ کسانو ډېر د قاچاق په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com