شمیم کټوازې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شو

8 سرطان 1399 ساعت 13:42

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم سره د پکتیا ولایت پخوانی والي شمیم خان کټوازی د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس وټاکل شو.


د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم سره د پکتیا ولایت پخوانی والي شمیم خان کټوازی د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی کټوازی نن یکشنبې د چنګاښ ۸ مه دغه دندې ته په رسمي ډول معرفي شو، چې د معرفۍ په مراسمو کې یې ولسمشر غني هم حضور درلود.

ولسمشر غني په دغه مراسمو کې ویلي، چې د حکومت ټول تمرکز له دې وروسته پر دې دی چې ولسوالۍ پر خپلو پښو ودروي.

د یادونې ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشرۍ تر اوسه د عبدالمتین بیک تر غاړې وه، خو هغه اوس د طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com