سرپل کې د طالب مشرانو په یوه لویه غونډه برید شوی

9 سرطان 1399 ساعت 9:10

سیمه ییز پوځي چارواکي د هېواد په شمال کې د وسله والو طالبانو پر هغه لویه غونډه د برید خبر ورکوي، چې په کې د دغه ډلې د دفاع وزارت مرستیال ملا مزمل هم شامل وو.


سیمه ییز پوځي چارواکي د هېواد په شمال کې د وسله والو طالبانو پر هغه لویه غونډه د برید خبر ورکوي، چې په کې د دغه ډلې د دفاع وزارت مرستیال ملا مزمل هم شامل وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکي، برید د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د کټه کلا په کلي کې د طالبانو پر لویه غونډه شوی.

د دوی په وینا په دغه غونډه کې د نورو طالب قوماندانانو سربېره د یادې ډلې تش په نوم مرستیال دفاع وزیر ملا مزمل هم شتون درلود.

په همدې مهال د سوزمه قلعه ولسوال صبغت الله پهلوان وايي، د برید لاندې راغلي کلي د طالبانو په ولکه کې  و او دغلته د طالبانو د شمالي سیمو د مشرانو لوی مارش او غونډه روانه وه.

د ولسوال په وینا له برید وروسته دې  سیمې ته د تللې لارې د خلکو او موټرو په مخ تړل شوې  او طالبان سیمې ته په ورتلونکو موټرو برید کړی دی.
دی وايي، په سیمه کې د مخابراتو شبکه هم قطع شوې او د طالبانو د تلفاتو شمیر معلوم نه دی.

د سرپل د والي ویاند ، ذبیح الله اماني هم وايي، د طالبانو لویه غونډه تیره شپه د کټه کلا په کلي کې جوړه او په نښه شوې او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com