سږ کال تر اوسه ۳۸۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

9 سرطان 1399 ساعت 9:13

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږ کال تر اوسه پورې کابو ۳۸۰ زره افغان کډوال له کاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږ کال تر اوسه پورې کابو ۳۸۰ زره افغان کډوال له کاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت له معلوماتو له مخې له راستنو شویو کډوالو ۵۵ زره له پاکستان او پاتې نور ټول له ایران او ځینې نورو هېوادونو راغلي دي.

د دغه وزارات ویاند عبدالباسط انصاري وايي، دغه کډوال په خپله خوښه راسنتانه شوي، چې د راتلو پر مهال ورسره روغتیايي او د سفر د اسناتیا مرستې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې لا هم شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانان په پاکستان او ۲.۵ میلیونه په ایران کې ژوند کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128969

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128969/

جمهور
  https://www.jomhornews.com