د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو د دوحې، اسلام آباد او تاشکند په سفر راوتی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد پرون یکشنبې د جون ۲۸ مه له واشنګټن څخه دوحې، اسلام آباد او تاشکند ته روان شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، خلیلزاد به په دغه سفر کې د هغو ژمنو په اړه خبرې وکړي چې تراوسه پورې عملي شوي نه دي په ځانګړي ډول بین الافغاني خبرې، اورکم او په خپل وخت د بندیانو خلاصون.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا په درې واړه پلازمېنو کې به د خلیلزد د خبرو ټینګار د بندیانو په خلاصون، د بین الاافغاني خبرو پیل پر او اورکم وي.
باید و ویل شي، چې له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرايي رييس ادم بویهلر او یوه پلاوی ملګری دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان سوله، اقتصادي وده او سیمه ییز اتصال له یو بل سره نژدې تړاو لري او په نهایت کې له یو بل سره مرسته کوي.
سرچینه زیاتوي، پلاوی به د پانګونې پر فرصتونو او په هغو سیکتورونو کې پر همکارۍ وږغېږي چې د افغانستان له اقصادي ودې سره مرسته کوي او په سیمه کې پایښتي سوله او ثبات راولي.
جمهورخبري آژانس:کابل