۰

طالبان: ۲۱ نور افغان سرتېري مو خوشي کړل

دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
وسله وال طالبان وايي، تخار ولایت کې یې د افغان حکومت ۲۱ تنه نور پولیس او د پوځ سرتېري خوشي کړي دي.
طالبان: ۲۱ نور افغان سرتېري مو خوشي کړل
وسله وال طالبان وايي، تخار ولایت کې یې د افغان حکومت ۲۱ تنه نور پولیس او د پوځ سرتېري خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پرون یکشنبې ماښام په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه بندیان پرون خوشي شوي او ورسره یوه اندازه مالي مرسته شوې او خپلو کورونو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم طالبانو په بدخشان ولایت کې د ۳۴ افغان سرتېرو د خوشي کېدو خبر ورکړی وو.

په دې سره د طالبانو له خوا د خوشي شویو بندیانو شمېر تر ۶۵۰ تنو پورې رسېږي، خو حکومت بیا د طالبانو کابو ۴ زره زندانیان خوشي کړي دي.

د یادونې ده، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو خلاصون هغه موضوع ده، چې له کبله یې تر اوسه افغاني مذاکرات نه دي پیل شوي.

طالبان وايي، تر چې د دوی پنځه زره بندیان نه وي خوشي شوي، افغاني مذاکرات نه کوي.

خو ځینې سرچینې وايي، چې د زندانیانو په خلاصون کې د دواړو لورو تر منځ اختلاف پر دې دی، چې حکومت یو شمېر هغه طالب بندیان چې په لویو خونړیو بریدونو او عام وژنه کې لاس لري نه خوشي کوي، خو طالبان یې په خوشي کولو ټينګار کوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د داسې طالبانو شمېر کابو ۲۰۰ تنو ته رسېږي، چې حکومت یې پر ځای د نورو طالبانو د خوشي کولو ویلي دي.

راپورونه وايي، اوس دا اختلاف هم حل شوی او طالبانو منلې چې د دغه زندانیانو پر ځای دې نور طالبان خوشي کړي.

سرچینې وايي، فکر نه کوي، چې طالبان دې د ۲۰۰ زندانیانو په نه خلاصون د سولې لپاره د بین الاافغاني خبرو پیل وځندوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي