نشنل انټرسټ:

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ژمنو او عمل کې ډېر توپیر دی

9 سرطان 1399 ساعت 9:49

لنشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ژمنو او عمل کې د ځمکې او اسمان هومره توپير دی او تل دوه مخی چلند کوي.


نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ژمنو او عمل کې د ځمکې او اسمان هومره توپير دی او تل دوه مخی چلند کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشره زیاتوي،پاکستان تل ژمنه کوي چې د افغانستان په سوله او امنیت کې به ونډه اخلي، خو په عمل کې بیا په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او په دغه هېواد کې امن مرکزونه لري.

د سرچینې په وینا، همدا اوس هم طالبان د پاکستان پراخ ملاتړ له ځان سره لري او دغه ډله په پاکستان کې امن مرکزونه لري، خو بیا هم پاکستان له افغان حکومت سره د همکارۍ تشې ژمنې کوي.

نشریه همدا راز لیکي د برید له پلانونو نیولې چې په پاکستان کې جوړېږي ان تر هغه چاوېدونکو توکو چې په افغانستان کې چاودنه ورکول کېږي په پاکستان کې تولیدېږي.

نشنل انټرسټ لیکي چاودېدونکي توکي له قاچاقي لارو راوړل کېږي خو پاکستاني عسکر یې پر وړاندې اقدام نه کوي.

نشریه لیکي، تر هغه چې پر پاکستان فشارونه ډېر نه شي او دغه هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړه را و نه ګرځول شي افغانستان کې د ثبات او سولې راوستل ګران کار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه راپور کې یو ځل په ټینګار سره و ویل، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی او اوس هم هلته، د طالبانو، لشکر طیبه او جیش محمد په څېر د ترهګرو ډولو مرکزونه او روزنځایونه موجود دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 128974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com