هلمند: په دودیزه مېله برید او موټر بم چاودنې ۲۳ تنه وژلي

9 سرطان 1399 ساعت 17:10

هلمند ولایت کې په یوه دودیزه مېله توغندییز برید او موټر بم چاودنه شوې،چې له امله یې ۳۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


هلمند ولایت کې په یوه دودیزه مېله توغندییز برید او موټر بم چاودنه شوې،چې له امله یې  ۳۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر دغه برید او چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۹ مه شاوخوا ۹ بجې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ زوړ بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په دغه سیمه کې په یوه دودیز مېله بازار کې خلک د توکو په پېر او پلور باندې اخته و، چې په منځ کې یې لومړی څو توغندي لګېدلي او وروسته موټر بم چاودنه شوې ده.

د هلمند ولایت مقام خپره شوې  خبرپاڼه وايي، برید او چاودنه وسله والو طالبانو کړې، چې په کې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او  ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«نن سهار شاوخوا نهه بجې د سنګين ولسوالۍ زوړ بازار سيمه کې پر دوديز ميله بازار د دښمن لخوا لومړی څلور توغنديز بريدونه شوي ورپسې همالته موټربم کې ځای پر ځای شويو توکو چاودنه کړې ده، چې په ترڅ کې يې د ولسي سرچينو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ دوه وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۳ تنه ملکي وګړي شهيدان او شاوخوا ۱۵ تنه نور زخميان دي.»

د هلمند ولایت ولایت مقام وايي، د یاد ولایت د سنګین ولسوالۍ په زوړ بازار سیمه کې د طالبانو په توغندیزو بریدونو او موټر بم چاودنه کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت مقام ویلي چې طالبانو د ملکي خلکو کورونو ته نژدې د بهرنیو وسله والو په همکارۍ موټر بمونه او توغندۍ جوړولې چې د خپلو توغندیزو بریدونو له امله پر چاودنه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغوو چاودنو کې ګڼ شمېر څاروي هم له منځه وړل شوي.

دا له پرون ورځي راهیسې د ملکي مرګ ژوبلي دوهمه پېښه ده چي رامنځ ته کيږي.

تېره ورځ ناوخته هم د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۸ ولسي خلګ وژل شوي وو.

تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 


د مطلب کود: 128983

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128983/

جمهور
  https://www.jomhornews.com