۰
ملي امنیت شورا:

د یو شمېر نورو طالب زندانیانو د خوشې کېدو چارې روانې دي

دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۴
ملي امنیت شورا وایي، له زندانونو څخه د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی.
د یو شمېر نورو طالب زندانیانو د خوشې کېدو چارې روانې دي
ملي امنیت شورا وایي، له زندانونو څخه د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، دوی له زندان څخه د هغو طالب بندیانو د خلاصون پر چارو بوخت دي چې نوملړ یې ورته سپارل شوی دی.

هغه زیاته کړې، د بندیانو د خلاصون بهیر دوام لري او د دوی یو تخنیکي ټیم په دې اړه خپل کار پیل کړی دی.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، افغان حکومت تر اوسه له ۳۵۰۰ څخه ډېر طالب زندانیان خوشې کړي دي.

ملي امنیت شورا دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه خبرو لپاره قطر، پاکستان او ازبکستان ته خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به په درې واړه پلازمېنو کې د بندیانو د خلاصون، اورکم او بین الاافغاني خبرو پر پیل خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي