ولسمشرغني:

پر ارزښتونو او ازادیو برید خطرناک ګام دی، باید مخنیوی یې وشي

9 سرطان 1399 ساعت 17:24

ولسمشر غني وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې په هېواد کې پر ازادیو او ارزښتونو بریدونه ډېر شوي دي.


ولسمشر غني وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې په هېواد کې پر ازادیو او ارزښتونو بریدونه ډېر شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نن دوشنبې د چنګاښ ۹ مه د کابینې په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي پر ارزښتونو او ازادیو برید خورا خطرناک ګام دی او باید پر وړاندې یې اړین او جدي اقدامات ترسره شي.

ولسمشر ویلي، حکومت ژمن دی چې د هدفي او مرموزو بریدونو څېړنه وکړي او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې په دې تړاو خپل جدي اقدامات پيل کړي.

ښاغلي غني همدا راز په کابل کې د بشري حقونو کمیسیون پر کارکوونکو د شنبې ورځې برید هم په کلکو ټکو غندلی دی.

نوموړي پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د بشري حقونو د کمیسیون د کارکوونکو، څارنوالانو او مدني فعالانو د امنیت په تامین کې جدي ګامونه اوچت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128986

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128986/

جمهور
  https://www.jomhornews.com