په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۳۱ زرو واوښت

9 سرطان 1399 ساعت 17:31

افغانستان کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۱ زرو تنو واوښت.


افغانستان کې د کرونا ویروس د تازه پېښو په ثبت سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۱ زرو تنو واوښت.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۷۶۱ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۲۷۱ یې مثبت وې.

له دغه ۲۷۱ پېښو څخه زیاتې ۱۳۰ پېښې بیا هم په کابل کې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۱ زره او ۲۳۸ تنو ته ورسېده.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۱۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره د کرونا وژلو کسانو شمېر ۷۴۹ تنو ته ورسېده.

بل خوا بیا له پرون راهیسې له دې ناورغۍ څخه ۱۳۳۰ تنه بېرته شوي، چې ورسره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۳۹۳۴ تنو ته رسېدلی دي.

د یادونې ده، چې په نړۍ کې بیا د کرونا اخته کسانو شمېر تر ۱۰ میلیونه اوښتی، چې ۵ میلیونه یې بېرته رغېدلي او تر پنځه سوه زره زیات کسان یې مړه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 


د مطلب کود: 128988

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com