د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې مسوولین وايي، په هېواد کې ۸۰ سلنه کوکنار په هغه سیمو کې کرل کېږي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق چې پرون دوشنبې د چنګاښ ۹ مه کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې و ویل، چې طالبان هر کال له دغه نشه يي توکو زیات عواید تر لاسه کوي.
هغه و ویل«له ۸۰ سلنې څخه زیات نشهيي مواد د دولت د وسلهوالو مخالفینو، تروریستانو او طالبانو تر نفوذ اوکنټرول لاندې سیمو کې کرل کېږي. موږ له یوې خوا له تروریزم سره چې له بهر څخه پر موږ تپل شوی جنګېږو او له نشهيي موادو سره هم جنګېږو.»
د اورتاق په خبره افغان ځواکونو د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوسه د نشه يي توکو پر ضد نږدې څلور زره او ۹۰۰ عملیات ترسره کړي او د یوشمیر دولتي کارکوونکو او بهرنیانو په ګډون یې پنځه زره او ۶۲۰ تنه نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په دې موده کې له نشهيي توکو سره د مبارزې ۲۷ تنه پولیسان له قاچاقبرو سره په نښته کې وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي اورتاق وايي، افغان ځواکونو په دې موده کې ۱۲۷۰ ټنه بېلابیل نشه يي توکي له قاچاقبرو څخه نیولي او همدا شان د مخدره موادو ۱۰۵ لابراتوارونه، درې مرکزونه او ۲۵ کارخانې له منځه وړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې د نشهيي توکو مافیا ته څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالره زیان اړول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل