پکتیا، د غره پر سره قبیلوي جګړه کې ۷ تنه وژل شوي دي

10 سرطان 1399 ساعت 9:25

پکتیا ولایت کې د منلګو او خروټو قبیلو ترمنځ د ځمکې او غره پر سر جګړه کې له دواړو لورو ۷ تنه وژل شوي دي.


پکتیا ولایت کې د منلګو او خروټو قبیلو ترمنځ د ځمکې او غره پر سر جګړه کې له دواړو لورو ۷ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له جګړه پرون دوشنبې د چنګاښ ۹ مه د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په سربدالي سیمه کې د یادو قبیلو ترمنځ شوې ده.

چارواکي وايي، په جګړه کې له دواړو لورو ۷ تنه وژل شوي دي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره امنیتي ځواکونو مداخله کړې.

د پکتیا سرپرست والي عبدالولي سهي تاییدوي،چې د متخاصمو قومونو ترمنځ جګړه شوې ده خو په وینا یې ولسوالۍ ته یې دنده سپارلې ده، چې ستونزه حل کړي.

نوموړي ویلي، چې دوی تل په داسې حالاتو کې چې قومي مسایل دي، د قومونو د سپین ږیرو او مشرانو په مشوره او ملګرتیا عمل کوي.

د یادونې ده، چې  د منګلو او خروټو قبیلو ترمنځ پخوا تر دې هم جګړې شوي او په تېرو دوو کالونو کې په دې جګړو کې دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 


د مطلب کود: 129001

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com