په قطر کې د وسله والو طالبانو استازو او مشرانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د دغه خبر پخلی کړي ویلي، یې دي، چې په دغه کنفرانس کې طالب مشرانو ټيڼګار وکړ، چې دوی د بین الاافغاني خبرو پیل ته ژمن دي.
شاهین په یوه بیان کې ویلي، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د وېډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د تطبیق، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.
په بیان کې د ملا برادر له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بینالافغاني خبرو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
ملا برادر زیاته کړې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دولتي ځواکونو د پوستو جوړېدل او د پوځي کتارونو تېرېدل د حملو د زیاتېدو باعث شوي دي.
بیان وايي، ملا برادر همداراز له ګوانتانامو زندان څخه د پاتې افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.
امریکايي چارواکو د دې غونډې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د طالب مشرانو او امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دغه ویډیويي کنفرانس پر داسې مهال کېږي، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر کې دی او له طالبانو سره یې د بندیانو پر خلاصون، اورکم او بین الاافغاني خبرو پر پیل خبرې کړې دي.
خلیلزاد به له دې وروسته پاکستان او تاشکند ته هم ولاړ شي او په یادو مواردو به د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل