ایراني پلاوي په دوحه کې له ملا برادر سره کتلي دي

10 سرطان 1399 ساعت 9:43

د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په مشرۍ یوه ایراني پلاوي د افغان سولې په تړاو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره کتلي دي.


د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په مشرۍ یوه ایراني پلاوي د افغان سولې په تړاو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د افغانستان لپاره د ایران د حکومت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان او مل پلاوي یې په دوحه کې له ملا برادر سره کتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې په ایران کې د مېشتو کډوالو پر وضعیت خبرې شوې دي او له ایران غوښتل شوي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي.

شاهین دغه راز وايي، په دې لیدنه کې پر بین الافغاني خبرو هم بحثونه شوي دي او طالبانو ویلي چې دوی هوکړې ته ژمن دي او د هغه له مخې به د بین الافغاني خبرو لپاره تیار وي.

په ورته وخت کې ملا برادر ویلي همدا چې په هوکړه کې ټاکل شوي بندیان یې له بند خوشي شي نو دوی بین الافغاني خبرو ته تیار دي.

ایران پلاوی پر داسې مهال له طالب مشرانو سره ګوري، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پميو هم له طالب مشرانو د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

شاهین په یوه بیان کې ویلي، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د وېډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د تطبیق، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.

په بیان کې د ملا برادر له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، د بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

ملا برادر زیاته کړې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د دولتي ځواکونو د پوستو جوړېدل او د پوځي کتارونو تېرېدل د حملو د زیاتېدو باعث شوي دي.

بیان وايي، ملا برادر همداراز له ګوانتانامو زندان څخه د پاتې افغان بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالب مشرانو، امریکا د بهرنیو چارو د وزیر  او ایراني پلاوي خبرې پر داسې مهال کېږي، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر کې دی او له طالبانو سره یې د بندیانو پر خلاصون، اورکم او بین الاافغاني خبرو پر پیل خبرې کړې دي.

خلیلزاد به له دې وروسته پاکستان او تاشکند ته هم ولاړ شي او په یادو مواردو به د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 129003

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129003/

جمهور
  https://www.jomhornews.com