نانسي پلوسي:

استخباراتی ادارې دې د روسي انعامونو په اړه معلومات راکړي

10 سرطان 1399 ساعت 9:54

د امریکا د استازو مجلس له استخباراتي ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر د روسیې د انعام په اړه وضاحت ورکړي.


د امریکا د استازو مجلس له استخباراتي ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر د روسیې د انعام په اړه وضاحت ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن پلوسي ویلي، د امریکا استخباراتي ادارې دې ژر تر ژره د هغو راپورونو په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړي چې ویل کېږي روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر انعام ورکاوه.

بلخوا سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې د دغه راپورونو په اړه په سپینه ماڼۍ کې د نظر اجماع نشته ده.

د ولسمشر ټرمپ ویاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي دغه راپورونه ټرمپ ته د باور وړ نه دي او نه یې هم د څېړلو په اړه د سپينې ماڼۍ چارواکي په یوه خوله دي.

په ورته وخت کې ځینو امریکايي سناتورانو هم د دغه مسئلې د ژر پلټنې غوښتنه کړې ده او په خبره یې که واقعیت وي نو باید د پوتین او روسیې پر وړاندې اقدام وشي.

خپله ولسمشر ټرمپ هم دغه راپورونه رد کړي او  ویلي یې دي، چې دا واقعیت نه لري او نیویارک ټایمز باید هغه سرچینه چې دوی ته یې ویلي، چې روسیې د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته انعامونه ورکول په ډاګه کړي.

خو د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، له دغه موضوع سره د ټرمپ سطحي برخورد ښيي، چې څه خبره شته ده.

دا جنجالي موضوع له هغې وروسته راپورته شوه، چې د نیویارک ټایمز او یو شمېر نورو امریکايي رسنیو له خوا راپورونه ورکړل شول، چې روسي، استخباراتو په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته انعامونه ورکړي دي.

خو روسیې او طالبانو دواړو دغه خبرونه بې بنسټه بللي ویلي، یې دي، چې  دوی دا ډول اړیکې سره نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129004

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129004/

جمهور
  https://www.jomhornews.com