اروپايي ټولنې افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

11 سرطان 1399 ساعت 7:39

اروپايي ټولنې په افغانستان کې سمدستي د اوربند د ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.


اروپايي ټولنې په افغانستان کې سمدستي د اوربند د ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپاڼه کې هر اړخیز اوربند یې د بین‌ الافغاني خبرو د پیل لپاره مهم ګام بللی دی.

په افغانستان کې د دې ټولنې د استازي دفتر د اختر تر اوربند وروسته زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ویلي چې د مې له ۲۹مې راهیسې وضعیت خراب شوی او د تاوتریخوالي کچه د منلو وړ نه ‌ده.

د اروپايي ټولنې په دې بیان کې زیاته شوې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو دوام راتلونکې بین‌الافغاني خبرې له ستونزو سره مخ کوي.

بل ‌خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ټینګار کړی چې طالبان باید له تاویخوالي لاس واخلي او د افغانستان له حکومت سره دې مستقیمې خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129015

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129015/

جمهور
  https://www.jomhornews.com