ملي امنیت وايي کابل کې د حقاني شبکې یوه لوی برید مخه نیولې

11 سرطان 1399 ساعت 7:45

د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې د یو لوی برید مخه نیولې ده.


د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې د یو لوی برید مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبرله مخې د ملي امنیت ریاست پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل په ۱۲مه ناحیه کې یې هغه هینو موټر چې له چاودېدونکو موادو بار و، نیولی دی.

خبرپاڼه وايي، د حقاني شبکې دوو تنو د دې شبکې د مشرتابه په امر غوښتل په کابل کې د چاودېدونکو موادو بار دې موټر په وسیله لویه چاودنه وکړي چې مخه‌ یې نیول شوې ده.

په کابل کې د دې چاودنې د مخنیوي خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د کوچني اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی.

نړیوالې ټولنې، افغان چارواکو او د بشري حقونو ملاتړو سازمانو له طالبانو غوښتي چې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې دې تاوتریخوالی راکم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129016

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129016/

جمهور
  https://www.jomhornews.com