کورنیو چارو وزارت:

د ملا عیاض په ګډون ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي

11 سرطان 1399 ساعت 15:54

کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د یوه مرستیال ولسوال په ګډون ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د یوه مرستیال ولسوال په ګډون ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات په خوست، زابل، کندهار او فاریاب کې وروسته له هغې تر سره شوي، چې طالبانو په امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د وزارت په وینا د طالبانو د یوه تش په نوم مرستیال ولسوال ملا عیاض په ګډون ۲۹ طالبان د کندهار په معروف ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت د معلومات له مخې په ټول کې په څلور واړه ولایتونو کې ۴۴ طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې  افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129039

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129039/

جمهور
  https://www.jomhornews.com