سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د ماین چاودنې له امله د نهرین د امنیه قوماندان په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي وايي، دغه پېښه نن جمعه د چنګاښ ۱۳مه د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پولیسو موټر د سړک د غاړې په ماین وخوت.
د چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د پولیسو پر موټر د ماین چاودنې پېښه تایيدوي او وايي، دغه چاودنه مرګ ژوبله هم لري خو زیاتوي چې په سیمه کې د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله یې تراوسه بشپړ جزییات نه دي ترلاسه کړي.
نهرین ولسوالۍ د بغلان په ختيځ کې موقعیت لري او د دې ولایت له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:بغلان