خلیلزاد:

د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره باید پاتې مسایل ژر تر ژره حل شي

13 سرطان 1399 ساعت 16:06

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ټینګار کړي، چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره پاتې مسائل باید ژر تر ژره حل شي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ټینګار کړي، چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره پاتې مسائل باید ژر تر ژره حل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  خلیلزاد نن جمعه د چنګاښ ۱۳ مه  ویلي چې روانه اونۍ یې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې د ویډيويي کنفرانس له لارې د پاتې موضوعاتو پر ژر هوارېدو او سولې خبرو پيلېدو په اړه ټینګار کړی دی.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې اړه ځنډ د سولې بهیر د ګډوډونکو لپاره فرصت رامنځته کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد همدارنګه ویلي چې له افغان مشرانو سره یې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه هم خبرې کړي دی.

زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې اقتصادي ګټې د جګړې تر اقتصادي ګټو ډېرې دي.

هغه ویلي چې تلپاتې سوله په لږ لګښت او لږ خطر سره د د ډېرې پانکونې په معنا کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې«موږ یو ګډ نظر لرو چې د سولې اقتصادي ګټې د جګړې له ګټې څخه ډېرې دي،تلپاتې سوله په کم خطر او لږ لګښت سره د ډېرې پانګونې لامل کېدای شي»

د افغانستان جمهوري ریاست تر دامهاله روانه اونۍ له زلمي خلیلزاد سره د ولسمشر غني د ویډیويي کنفرانس په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ښاغلي خلیلزاد د تیرې سې شنبې په ورځ په ازبکستان کې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې بهیر ترڅنګ پر اقتصادي مسائلو هم خبرې کړي وې.

زلمي خلیلزاد یو باثبات او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو لپاره مهم بللی و.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي خلیلزاد د تېرې پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 129078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com