طالبان:

هڅه کوو امریکا سره د شوي تړون له مخې افغانستان ته سوله راشي

13 سرطان 1399 ساعت 16:19

طالبانو د هند په نیمه وچه کې له القاعده شبکې سره د دې ډلې د همکارۍ په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور رد کړی دی.


طالبانو د هند په نیمه وچه کې له القاعده شبکې سره د دې ډلې د همکارۍ په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور رد کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبان د هند د نیمې وچې په ګډون په هېڅ ځای کې له کومې بهرنۍ ډلې سره همکاري نه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، هڅه کوي د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون عملي او افغانستان ته سوله راشي.

اعلامیه وايي، له امریکايي چارواکو غوښتل شوي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د امریکا د دفاع وزارت په یو نوي راپور کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او طالبان له دې ډلې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com