امریکا تر ټاکنو وروسته هم افغانستان کې ۴ زره سرتېري پریږدي

14 سرطان 1399 ساعت 9:43

امریکايي رسنۍ د باوري سرچینو له قوله ویلي، سپینې ماڼۍ د اوس لپاره هوکړه کړې چې له ټاکنو وروسته به هم په افغانستان کې یو شمېر سرتیري پاتې شي.


امریکايي رسنۍ د باوري سرچینو له قوله ویلي، سپینې ماڼۍ د اوس لپاره هوکړه کړې چې له ټاکنو وروسته به هم په افغانستان کې یو شمېر سرتیري پاتې شي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو د یوشمېر لوړ پوړو پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت د اوس لپاره هوکړه کړې، چې د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته هم په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره سرتیري پریږدي.
 
راپور وایي، اوس مهال د امریکایي ځواکونو وتل د افغانستان په وضعیت پورې نه، بلکې د امریکا پر ولسمشرۍ ټاکنو پورې تړلی دی، ځکه په وینا یې ټرمپ اوس مهال د افغانستان مسایلو ته ډېره کمه پاملرنه کوي.
 
د یادونې ده، چې تېره میاشت په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي ویلي و، تر هغو چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې نه وي، له افغانستانه د امریکايی ځواکونو د بشپړ وتلو سپارښتنه نه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129102

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129102/

جمهور
  https://www.jomhornews.com