خلیلزاد له طالب استازو سره افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې کړې

14 سرطان 1399 ساعت 9:51

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، طالب مشرانو او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته د متحده ایالاتو د پانګونو په اړه خبرې کړې دي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، طالب مشرانو او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته د متحده ایالاتو د پانګونو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیل‌زاد پر ټویټر لیکلي، په دې کتنه چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا د نړیوال پرمختګ د مالي شرکت «USIDF» د مشر ادام بوهلېر «Adam Boehler» په ګډون په دوحه کې وشوه په افغانستان کې د امریکا او قطر د ګډو پانګونو پر احتمال خبرې وشوې.

طالبانو هم له خپلې خوا په یوه بیان کې دا کتنه تأیید کړې او ویلي یې دي چې د دوی په خبرو کې د افغانستان د راتلونکې اقتصادي ودې، بیارغونې او پرمختګ او په دې برخه کې د ښاغلي بوهلېر پر اقتصادي پلانونو او طرحو بحث وشو.

د طالبانو په بیان کې همداراز راغلي چې په پرونۍ کتنه کې د سولې د بهیر، د بندیانو د ژر تر ژره خلاصېدو، د بین‌الافغاني خبرو د پیل او نورو مسایلو په اړه هم له امریکايي لوري سره خبرې وشوې.

د یادونې ده، چې دا په تېرو څو ورځو کې دوهم ځل دی، چې خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.

پرون هغه په یوه له ولسمشر غني سره په یوه ویډیويي کفنرانس کې  هم پر سوله خبرې کړې وې او ویلي یې و، چې د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره باید پاتې مسایل ژر تر ژره حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129104

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129104/

جمهور
  https://www.jomhornews.com