د بشري حقونو خپلواک کمیسیون:

افغان حکومت دې د هدفي بریدونو مخنیوی وکړي

14 سرطان 1399 ساعت 12:58

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر افغان حکومت غږ کړي، چې د هدفي وژنو او بریدونو مخنیوی د وکړي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر افغان حکومت غږ کړي، چې د هدفي وژنو او بریدونو مخنیوی د وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن شنبې د چنګاښ ۱۴ مه په  یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې وروستیو کې د ناپېژانده ډلو او وسله والو له لوري د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو، دیني علماوو، مدني فعالینو، خبریالانو او ملکي وګړو هدفي بریدونه کېږي چې باید په جدي توګه وڅېړل شي.

دغه کمیسیون پر حکومت غږ کړی چې یادې پېښې په جدي توګه وڅېړي او په راتلونکې کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه چاودنه کې د خپلو دوو وژل شوو کارکوونکو په یاد غونډه جوړه کړې وه او له حکومت یې ددغه پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده.

د یادو کسانو کورنیو هم له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې عدالت تامین کړي او د پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com