ناټو له افغان پوځ سره د کرونا ضد مبارزې په برخه کې د لومړنیو توکو مرسته کوي

15 سرطان 1399 ساعت 8:27

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې افغان پوځ ته د دوی ستره مرسته پر لار ده.


د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې افغان پوځ ته د دوی ستره مرسته پر لار ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو پر ټوېټر پاڼه په خپاره شوي پیغام کې ویلي، د ناټو غړي هېوادونه به افغان پوځ ته د کرونا د پراختیا د مخنیوي په موخه ۱،۴ میلیونه ماسکونه، ۵۰۰ زره دستکشې، ۴۶۰ زره چپنې او نور طبي توکي ورکوي.
 
د سرچینې په خبره دغه وسایل پر لاره دي او ژر به افغان پوځ ته وسپارل شي. ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي دوی د خپلو غړو هېوادونو په ثبات کې مرسته کوي او هڅه یې دا ده چې له یو بل سره په همکارۍ دغه نړیوالې وبا ته هم ماته ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com