ملګري ملتونه:

افغانستان کې د ناورین ختمیدو لپاره باید هدفمنده پانګونه وشي

15 سرطان 1399 ساعت 8:33

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي،په افغانستان کې باید هدفمنده پانګونه وشي او کار روزګار ډېر کړل شي.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي،په افغانستان کې باید هدفمنده پانګونه وشي او کار روزګار ډېر کړل شي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمیشنرۍ ویلي افغانانو څلور لسیزې له خپل هېواد کډوالي وکړه او ملګري ملتونه نه غواړي چې لس کاله نور هم دا لړۍ وغځېږي.

د دغه ادارې په خبره نړیوالو ته په کار ده چې په افغانستان کې هدفمنده پانګونه وکړي، دغه هېواد ته ثبات راولي، اقتصاد یې ښه شي او همدا راز ایران او پاکستان د افغان کډوالو لپاره له زغم کار واخلي.
 
د سرچینې په خبره که دا کار و نه شي او افغان کډوال په اوسني وضعیت کې واقع وي ښایي ستر بحران رامنځ ته شي.
 
د کډوالو عالي کمیشنري زیاتوي، چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال او بیا په افغانستان کې د ننه بېځایه شوي افغانان له ترینګلي وضعیت سره مخ دي.

یادې ادارې پر نړیوالو غږ کوي چې افغانستان ته د ثبات په راوستو کې مرسته وکړي تر څو افغانان په خپلو مېنو کې ارام ژوند وکړي.

جمهور آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com