کرونا په افغانستان کې،

په ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ تنه ترې مړه شوي، ۲۷۹ پرې اخته شوي

15 سرطان 1399 ساعت 12:18

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېره شپه او ورځ کې ۳۸ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او ۲۷۹ نور پرې اخته شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېره شپه او ورځ کې ۳۸ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او ۲۷۹ نور پرې اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، د دغه ۳۸ تنو په مړه کېدو سره په هېواد کې د کرونا له امله تر اوسه ۸۶۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز وزارت زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۵۹۲ شکمنې پېښې څېړل شوې دي، چې  ۲۷۹ ترې مثبتې وې.

په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره ۹۵۱ تنو ته ورسېده.

همدارنګه په تېره شپه او ورځ کې ۲۰۲ تنه له کرونا ناورغۍ ښه شوي، چې ورسره د ټولو روغو کسانو شمېر ۱۹ او ۳۳۶ تنو ته ورسېده.
 
د یادونې ده، چې په نړۍ کې بیا کرونا۱۱ میلیونه، ۳۸۷ زره او ۲۸۷ تنه تر اوسه نیولي، چې له شپږ میلیون زیات بېرته ترې رغېدلي او ۵ لکه او ۳۳ زره تنه ترې مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض

 


د مطلب کود: 129155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com