کرنې وزارت

سږکال به افغانستان کې د پستې حاصلات دوه برابره زیات وي

15 سرطان 1399 ساعت 14:13

کرنې وزارت په هېواد کې د پستې حاصلاتو له ډېروالي خبر ورکړی دی وايي، سږ کال به د دغه بوټي حاصلات دوه برابره وي.


کرنې وزارت په هېواد کې د پستې حاصلاتو له ډېروالي خبر ورکړی دی وايي، سږ کال به د دغه بوټي حاصلات دوه برابره وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، سږکال به په بادغیس ولایت کې د پستې حاصلات دوه برابره زیات وي.

خبرپاڼه کې د بادغیس ولایت د کرنې رییس تواب تایب له قوله راغلي، د دوی د ارزونو له مخې به سږکال د دغه ولایت د طبیعي ځنګل پستې حاصلات ۳۶ زره او ۴۵۶ ټنو ته ورسېږي.

هغه د پستې حاصلاتو ډېرېدو لامل د تېر کال ژمي او د سږني پسرلي ورښتونه بللي دي.

د یادونې ده چې تېرکال په بادغیس ولایت کې د دغو ونو حاصلات ۱۵ زره او ۴۰۰ ټنه وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129161

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129161/

جمهور
  https://www.jomhornews.com