پاکستان عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده

16 سرطان 1399 ساعت 13:26

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بلنلیک کابل کې د اسلام آباد د سفیر زاهد نصرالله خان له خوا ښاغلي عبدالله ته ورکړل شوی دی.

د مصالحې عالي شورا په خپله فسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی ویلي، چې یې  دي، چې  ښاغلي عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې له نصرالله خان سره وکتل او د سولې د روان بهیر په اړه یې  ورسره خبرې وکړې.

د پاکستان سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او تل ‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره به خپلې مرستې جاري وساتي.

په ورته وخت کې سرچینه وايي، ښاغلي عبدالله ویلي چې په یوه مناسب وخت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام آباد کې د کابل سفیر هم د پاکستان د لومړي وزیر د سوداګرۍ د چارو سلاکار رازق داوود ته بلنه ورکړه چې د دوو خواوو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو په اړه د خبرو لپاره له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com