سوزن رایس:

ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي عسکرو په ساتنه کې پاتې راغلی

16 سرطان 1399 ساعت 13:38

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکارې سوزن رایس ویلي، ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په ستانه کې پاتې راغلی دی.


د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکارې سوزن رایس ویلي، ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په ستانه کې پاتې راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن رایس دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې دې وروستیو کې ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړي، چې روسي استخباراتو په افغانستان کې  طالبانو ته د امریکايي سرتېرو په وژلو سره انعامونه ورکړي دي.

که څه هم روسیې او طالبانو دغه راپورونه په کلکه رد کړي، خو یادې موضوع په امریکا کې د ننه سخت غبرګونونه راپارولي او پر ټرمپ نیوکې ډېرې شوې دي.

سوزن رایس هم ویلي، ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په ساتنه کې پاتې  راغلې او داسې اقدامات تر سره کوي، چې د پوتین په ګټه دي.

مېرمن رایس روسیه د امریکا ستر سیال هېواد بللی، او ویلي یې دي چې ټرمپ د پوتین د خوشالۍ په پار ځیني کړنې تر سره کوي.

د هغې په وینا ټرمپ د مسکو پر کړنو سترګې پټوي او ارو مرو په ټاکنو کې د روسیې څخه د مرستو هیله لري، نو ځکه یې په افغانستان، اروپا او نورو هېوادونو کې د روسي استخباراتو پر کړنو سترګې پټې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129209

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129209/

جمهور
  https://www.jomhornews.com