د زندانونو تنظیم اداره:

د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۷ یې نه خوشې کېږي

16 سرطان 1399 ساعت 13:56

د زندانونو د تنظیم اداره وایي، د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۷ هغه یې نه خوشې کېږي.


د زندانونو د تنظیم اداره وایي، د پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۷ هغه یې نه خوشې کېږي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې پنځه زره طالب زندانیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شي.
 
خو د زندانونو د تنظیم ادارې رییس احمد راشد طوطاخیل وایي، په هغه لیست کې چې د طالبانو له لوري افغان حکومت ته سپارل شوی دی د داسې زندانیانو نومونه هم شته دي چې د جنایي او اخلاقي جرایمو په تور نیول شوي دي.
 
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم ویلي، چې دغه  ۶۰۰طالب بندیان "حق العبدي" مسائل لري، چې د غلا، قتل، فساد او قاچاق دوسیې لري.

نوموړي زیاته کړې«د بندیانو ازادلو بهیر روان دی، یوازې یو شمېر بندیان پکې شته چې هغه موږ نه شوو ازادولای، هغوی شخصي حق العبدي مسائل لري، په دې ډېرې برخه داسې کسان شته چې هغوی د غلا، فساد، قتل او قاچاق دوسیې لري.»

د ملي امنیت شورا ویاند وايي، طالبان به د یادو کسانو پر ځای د خپلو نورو بندیانو لېستونه افغان ته وسپاري تر څو ازاد شي.

د یادونې ده، چې حکومت تر دا مهاله د طالبانو له پنځه سره بندیانو څخه چې له امریکا سره یې هوکړه پرې کړې، ۴۰۱۸۹ تنه ترې خوشي کړي دي، خو طالبان د ټولو په خوشي کولو ټينګار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com