د کابیني پرېکړه:

که د کابینې، ملي شورا غړي او لوړ پوړي مامورین شتمنۍ ثبت نه کړي، تنخواوې یې بندېږي

16 سرطان 1399 ساعت 14:33

د افغان حکومت کابینه کې پرېکړه شوې، چې د کابینې، ملي شورا غړي او نور لوړ پوړي مامورین باید تر دریو اوونیو خپلې شتمنۍ ثبت کړي.


د افغان حکومت کابینه کې پرېکړه شوې، چې د کابینې، ملي شورا غړي او نور لوړ پوړي مامورین باید تر دریو اوونیو خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه نن دوشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه.

په غونډه کې یو وار بیا دا پریکړه هم شوې، که راتلونکو دریو اونیو کې د کابینې او ملی شورا غړو او نورو لوړ رتبه مامورینو خپلې شتمنۍ ثبت نه کړې نو مالیه وزارت مکلفه ده چې ددغه چارواکو تنخواوې بندې او اجرا نه کړي.

همدارنګه د د ولسمشر غني په مشرۍ کابینې په ننۍ ناسته کې دا پریکړه هم شوې، چې د هیواد ۳۴ ولایتونو کې دې هر ولایت لپاره یوه یوه ښځینه مرستیاله وټاکل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129216

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129216/

جمهور
  https://www.jomhornews.com