د مصر د الازهر شیخ:

په افغانستان کې جګړه مطلقآ حرامه ده، افغان ځواکونه په حقه دي

17 سرطان 1399 ساعت 9:05

د مصر د الازهر شیخ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او افغان امنیتي ځواکونه یې په دې جګړه کې په حق وبلل.


د مصر د الازهر شیخ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او افغان امنیتي ځواکونه یې په دې جګړه کې په حق وبلل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، شیخ احمد الطيب په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې وړاندې یې هم د افغانستان جګړه حرامه بللې وه او اوس هم وايي، چې دا جګړه مطلقآ حرامه او ورور وژنه ده.

ښاغلي الطیب لیکلي«د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ملګرو را څخه د افغانستان د جګړې په اړه پوښتلي و، ما پخوا هم ویلي و اوس یو وار بیا هم وایم چې په افغانستان کې جګړه مطلقاً حرامه ده او دا جګړه ورور وژنه ده، په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول اوسمهال چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، نو دا جګړه د مسلمانوژنې جګړه ده او افغان امنیتی ځواکونه په دغه جګړه کې پرحقه دي او هر وژل شوی سرتېری یې شهید دی.  طالبانو جهالت ته ترجیح ورکړې او له دې امله د طالب د مړي جنازه روا نه ده.»

د ازهر شیخ په افغانستان کې د دوو مهمو دیني عالمانو وژل کېدو ته په اشارې لیکلي، په پام کې وه چې شهید ورور دوکتور ایاز نیازی د افغانستان ستر عالم به په یوه لویه اسلامي مجمع کې د افغان جګړې په تړاو راسره وي.

خو په وینا یې طالبانو دغه عالم شهید کړ، له  الله ج څخه غواړم چې دوکتور ایاز نیازی او مولوی مفلح ته جنتونه ورکړي او طالبان سمې لارې ته راولي.

د یادونې ده، چې تر دې پخوا د سعودي عربستان مفتي هم د افغانستان جګړه ناروا بللې وه او دغه راز په سعودي کې د اسلامي علماوو په یوه غونډه کې هم په افغانستان کې جګړه ناروا او فتنه بللې شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com