د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

17 سرطان 1399 ساعت 9:27

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې په وړاندي او د ولسمشر غني په منظورۍ د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.


د سیمه ییزو اورګانونو ادارې په وړاندي او د ولسمشر غني په منظورۍ د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد صدیق پتمن د خوست، محمد داوود کلکاني د سمنګان، عبدالغفور ملکزی د نورستان، رحمت الله یارمل د لغمان او ستر جنرال تاج محمد جاهد د بغلان والیان ټاکل شوي دي.

تر دې وړاندې د خوست والی محمد حلیم فدايي و، چې اوس یې پر ځای د پوهنې  وزارت پخوانی مرستیال محمد صدیق پتمن ټاکل شوی دی.

د سمنګان ولایت پخوانی والي د ولسي جرګې د پخواني رییس عبدالروف ابراهمي ورو عبدالطیف ابراهیمي و، چې اوس یې پر ځای محمد داود کلکانی ټاکل شوی دی.

دغه راز د نورستان والي د ولسي جرګې پخوانی غړی حافظ عبدالقیوم و، چې اوس یې پر ځای عبدالغفور ملکزی ټاکل شوی او د لغمان والي آصف ننګ و، چې اوس یې پر ځای رحمت الله یارمل ټاکل شوی دی.

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو مخکنیو والیانو د دوی خدمتونو په پاس مننه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com