کابل کې د برېتانیا سفارت:

طالبان باید د افغانانو غوښتونې ومني او سولې ته جدیت وښيي

17 سرطان 1399 ساعت 9:48

په کابل کې د برتانیې سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې وايي، طالبان باید د سولې په تړاو خپل جديت وښيي.


په کابل کې د برتانیې سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې وايي، طالبان باید د سولې په تړاو خپل جديت وښيي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت په اعلامیې کې راغلي«مونږ په طالبانو غږ کوو چې د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي، د سولې په اړه جدیت وښایي، او د تاوتریخوالي کچه را کمه کړي.»

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې تاوتریخوالی او بریدونه د لا ډېرې ناامنۍ فضا د رامنځ ته کېدو لامل کېږي او د سولې هڅې او باور ته زیان رسوي.

دغه سفارت په افغانستان کې له ښکیلو خواو څخه غوښتي چې ژر جګړه ودروي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) هم په یوې اعلامیې کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل چې خپلې هڅې د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکزې کړي او تلپاتې اوربند ته د رسېدو لپاره له زغم کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129248

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129248/

جمهور
  https://www.jomhornews.com