د کرکټ نړیوالې لوبې بیا پیلېږي

18 سرطان 1399 ساعت 8:34

د کرونا له څو میاشتني قرنطین وروسته تازه د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې د کرکټ نړیوالې لوبې به بيا پیل شي.


د کرونا له څو میاشتني قرنطین وروسته تازه د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې د کرکټ نړیوالې لوبې به بيا پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، لوبې به نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه پیل شي، چې لومړی لوبه د انګلستان او ویسټ اندېز تر منځ ده.

د انګلنډ او ویسټ انډيز تر منځ پېلېدونکې لوبه پنځه ورځنۍ ده او د کرکټ د نړیوالې شورا اجرائيي مشر مانو ساهني وايي، ډېر خوښ دی، چې کرکټ لوبې بیا د دغه دوه هېوادونو تر منځ په ټسټ لوبه پیلوي.

د یادونې ده، چې  د ویسټ انډیز لوبډله انګلنډ ته تللې ده او ټاکل شوې ده چې لومړۍ لوبه به د ساوتمپتن په ښار کې وشي.

خو د کروناویروس له کبله نندارچیان میدان ته نه پرېښودل کیږي، بلکې په دغې لوبې کې به په لاوډسپیکرونو کې د نندارچیانو مصنوعي غږونه او شور ماشور غږول کیږي چې لوبغاړي وهڅول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129285

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com