امریکايي جنرال:

که د روسیې انعام وي یا نه، طالبان نور پر موږ برید نه کوي

18 سرطان 1399 ساعت 8:56

امریکایي پوځي چارواکي وایي، که طالبانو ته روسیه انعام ورکړي یا نه، خو دغه ډلې پر امریکایي ځواکونو خپل بریدونه درولي دي.


امریکایي پوځي چارواکي وایي، که طالبانو ته روسیه انعام ورکړي یا نه، خو دغه ډلې پر امریکایي ځواکونو خپل بریدونه درولي دي.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مک کینزي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، روسیه په هېڅ صورت د امریکا ملګرې نه ده.

نوموړي زیاته کړې، روسیه تل په افغانستان او نورو سیمو کې د امریکا د غوښتنو او اقداماتو پر خلاف کړنې ترسره کوي او پر دې هم سترګې نه شي پټېدلی چې دغه هېواد په افغانستان کې هم طالبانو ته وسلې او مالي مرستې رسولې.

دی وايي، د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکړه د اندېښنې وړ نه ده، ځکه که طالبانو ته انعام ورکړل شي یا نه، دغه ډله نور پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي.

جنرال مک کینزي ویلي، استخباراتي ادارو ته یې امر کړی چې دغه مسئله په خورا دقیقه توګه وڅېړي او ټول معلومات ورسره شریک کړي.

مک کینزي وایي دوی د دې اطلاعاتو تر خپرېدو وروسته د سرتېرو د ساتنې اقدامات هم نه دي پیاوړي کړي، ځکه سرتېرو ته یې هېڅ خطر متوجه نه دی.
 
روسیې بیا د امریکايي رسنیو او چارواکو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې ویلي، یې دي، دوی ګډوډ نه دي، بلکې امریکايي رسنۍ جعل کوي.

د روسیې د ملي امنیت  سلاکار نیکولای پاتروشف دې راپورونو ته په غبرګون کې ویلي«موږ ګډوډ نه یو، ستانې رسنۍ جعل کوي.»
 
پاتروشف وایي، د نیویارک ټایمز له لوري د روسیې او طالبانو په اړه د جعلي خبر تر خپرېدو وروسته د مسکو او واشنګټن اړیکې لا خرابې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، نیویارک ټایمز د افغانستان له وضعیته په ناخبرۍ داسې ادعا کړې ده چې هېڅ لوري ته د منلو نه ده.

دی زیاتوي، امریکایي رسنۍ جعلي خبرونه خپروي په داسې حال کې چې روسیې تل د دې هېواد د وروستیو تحولاتو په اړه منظمې خبرې کړې دي.
 
د روسیې د ملي امنیت شورا  مشر ویلي، امریکا ته په کار ده چې تر بندیزونو مخکې، شوې ادعاګانې په بشپړه توګه وڅېړي څو په یوه موضوع کې د دوی د پاتې راتلو تور په نورو ونه لګول شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 129288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com