ایران:

رېل پټلۍ به افغانستان، چابهار او منځنۍ اسیا سره ونښلوي

18 سرطان 1399 ساعت 9:10

د ایران د ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي وایي، افغانستان به له چابهار سره د رېل پټلۍ له لارې نښلول کېږي، چې به دې سره به د ایران، افغانستان او هند تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.


د ایران د ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي وایي، افغانستان به له چابهار سره د رېل پټلۍ له لارې نښلول کېږي، چې به دې سره به د ایران، افغانستان او هند تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسلامي ویلي، دغه پروژه به د ایران سیمه ییزې هوکړې او په ځانګړې توګه د ایران، هند او افغانستان درې اړخیزه تړون پیاوړی کړي، چې له چاه بهار بندره ګټه اخیستل پکې شامل دي.

د هغه په وینا له چابهار بندره ګټه اخیستل زیات شوي او د ترانزیت کچه یې درې نیم میلیونو ټنو ته رسېدلې ده.

ایراني چارواکي وايي، چاه بهار ته د ریل لارې غځېدلو سره به د ایران په خاوره کې دننه ریل شبکه کې یو بدلون رامنځته شي او دغه راز تر افغانستان او مرکزي اسیا پورې به د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره مهمه وسیله ثابته شي.

په ورته وخت کې د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي د اورګاډي دا پټلۍ ټولټا ۶۲۸ کیلو مېتره دی چې د چهابهار-زاهدان-بیرجند-مشهد څخه به راتېریږي.

نوموړي ویلي، دا د ایران د اورګاډي د پتلۍ یوه تر ټولو اوږده پروژه ده چې په خبره یې د اقتصادي‌ بندیزونو سره-سره به پلې شي.

د هغه په  وینا د دغې پروژې د۱۵۰ کیلومېتره پټلۍ دغځولو کار به د روان هجري شمسي کال تر پای پورې ختم شي.

نوموړي وویل چې په دې لارې به مسافر وړونکي اوګاډي په ساعت کې ۱۶۰ کیلو میتره او بار وړونکي اورګاډي به ۱۲۰ کیلو مېتره واټن ووهي.

د ایران د ښار جوړونې وزارت ویلي دي چې د دغې پروژې له لارې به د ایران، افغانستان او هند ترمنځ درې اړخیزه راکړه ورکړه او معاملات نور هم غښتلي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com