کندهار کې موټر بم برید ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

18 سرطان 1399 ساعت 12:46

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوي، چې له امله یې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د پولیسو په یوه مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوي، چې له امله یې  ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه سهار پنځه بجې د کندهار په شاولي کوټت ولسوالۍ کې د پولیسو د یوه مرکز مخې ته شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګی برید ګر له چاوېدونکو توکو ډک موټر ته د پولیسو د مرکز مخې ته چاودنه ورکړې، چې ۴ پولیس په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی یوازې د برید پخلی کوي خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د شاولي کوټ امنیه قوماندان سمونوال پاچا خان بیا وايي، بریدګر د یوه پوځي موټر په واسطه برید کړي، چې څلور پولیس یې وژلي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
 
پاچا خان زیاته کړې، چې د برید په اړه مخکیني استخبارتي معلومات وو، د بریدګر د وړاندې تګ مخه یې نیول شوې وه.

شاه ولي کوټ ولسوالۍ د کندهار یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفان په کې فعال حضور لري.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 129300

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129300/

جمهور
  https://www.jomhornews.com