طالبان:

که له نوملړ سره سم مو بندیان خوشي کړئ، بیا خبرې پيلوو

18 سرطان 1399 ساعت 13:19

په قطر کې د طالبانو استازي وایي، که له نوملړ سره سم یې بندیان ازاد نه شي بین الافغاني خبرې نه پيلوي.


په قطر کې د طالبانو استازي وایي، که له نوملړ سره سم یې بندیان ازاد نه شي بین الافغاني خبرې نه پيلوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ملا شهاب الدین دلاور د ویډیو کنفرانس له لارې په بهر کې له میشتو افغانانو سره خبرو کې کړې ده.

دلاور له بهر مېشتو افغانسانو سره پر سوله، بین الافغاني خبرو او د زندانیانو پر خوشي کېدو خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې مولوي دلاور ویلي تر هغه چې افغان حکومت ددوی بندیان خوشي نه کړي، دغه ډله بین الافغاني خبرو ته نه حاضرېږي.

هغه له امریکا غوښتي څو پر افغان حکومت فشار راولي چې بندیان له نوملړ سره سم خوشي کړي.

نوموړي په دې خبرو کې همدا راز ویلي چې د سولې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او له نورو لورو هم غواړي چې پر ژمنو عمل وکړي او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

طالبانو وروسته تر دې دغه څرګندونې کړې چې افغان حکومت د څه باندې پنځه سوه طالب زندانیانو له خلاصولو ډډه وکړه.

ملي امنیت شورا وایي چې دغه طالبان په ګڼو جرمونو کې ښکېل دي نو طالب وسله وال یې دې پر ځای د نورو کسانو نوملړ ور وسپاري څو افغان حکومت د پنځه زره کسانو لېست پوره کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129304

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129304/

جمهور
  https://www.jomhornews.com