کرونا په افغانستان کې: په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ پېښې ثبت شوې

18 سرطان 1399 ساعت 13:23

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې سره په کرونا ناورغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳۵۹۴ تنو ته ورسېده.

دغه راز وزارت وايي،  په تېره شپه ورځ کې له کرونا ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ورسره د مړو شمېر ۹۳۷ تنو ته ورسېده.

او دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر کسان له دغه ناروغۍ روغ شوي، چې ورسره د ټولو روغو کسانو شمېر ۲۰۷۰۰ تنو ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 


د مطلب کود: 129305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com