امریکایي استازي:

افغانستان کې د نظامي حضور دوام امریکا له ماتې سره مخ کوي

19 سرطان 1399 ساعت 7:35

د امریکا د سنا او استازو مجلس محافظه کارو غړو له ټرمپ غوښتي چې ژر تر ژره دې له عراق او افغانستان خپل سرتېري وباسي.


د امریکا د سنا او استازو مجلس محافظه کارو غړو له ټرمپ غوښتي چې ژر تر ژره دې له عراق او افغانستان خپل سرتېري وباسي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادو استازو ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې که د سترې او پیاوړې امریکا هيله لري، نو که یې ځواکونه په افغانستان کې وي امریکا به له ماتې سره مخ شي.
 
استازو په دې ګډ لیک کې ټرمپ ته ویلي، امریکایي ځواکونه باید له بې پایه جګړو و ایستل شي او دوی باید په خپل هېواد کې ماموریت ترسره کړي.
 
د سرچینې په خبره له دې وروسته له افغانستان او عراق هېڅ ګواښ امریکا ته نه شي متوجه کېدلی نو واشنګټن ته نه ده په کار چې د نورو لپاره جګړې وکړي.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د امریکا د سنا او استازو مجلس غړو له ټرمپ ورته غوښتنې کړې وې. ټرمپ هم ټینګار کوي چې هېواد یې په بې پایه جګړو کې نه ښکېلوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com